وکالتنامه او حصر وراثت

  • وکالتنامه او حصر وراثت
    د غوښتنې طریقه
    په کاناډا کې استوګن افغانان کولای شي د وکالت خط د ترتیبولو لپاره په اوتاوا کښې د افغانستان سفارت ته مراجعه او غوښتنلیک وسپاري. د دې سفارت تر څنګ، کولای شي د وکالت خط په اړه خپل غوښتنلیکونه د تورنتو او ونکوور په ښارونو کې د افغانستان جنرال قونسلیو دفترونو ته هم وسپاري

    د وکالت خط او د وراثت د حصر د ترتیبولو غوښتنه د سفارت قونسلي څانګې ته د شخصي مراجعې له لارې او یا د پستې له لارې سرته رسیږي. د سفارت پته په لاندې ډول ده:
    Embassy of Afghanistan in Ottawa
    (Consular Section)
    240 Argyle Avenue
    Ottawa, ON K2P 1B9
    که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کښی وګوری، دا لینک کلیک کړئ.
    د سفارت قونسلي څانګه د لاندنیو وختونو په ترڅ کې پرانستې ده:
    له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱۲) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې.
    د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.
    مخامخ/حضوری مصاحبه او د وکالت خط او د وراثت د حصر لپاره اړین سندونه او اړتیاوې:
    سفارت ته له راتلو څخه مخکې د قونسلي څانګې سره د تیلفون له لارې اړیکه ونیسئ تر څو د راتګ او مخامخ/حضوری مصاحبی لپاره درته ځانګړی وخت وټاکل شي. هغه کسان چی د مصاحبې د وخت له اخیستلو څخه پرته سفارت ته مراجعه کوي، یوازې په هغه صورت کې لیدل کیږي چی د قونسلي څانګې مسئولین اضافي وخت ولري.
    سفارت ته د راتلو په وخت کې، خپل ټول اړین سندونو له ځانه سره راوړئ. د وراثت د حصر او وکالت خط غوښتونکی باید له ځان سره دوه بالغ نارینه کسان د شاهدانو په توګه راولي.
    دسفارت په قونسلي دفتر کې باید اقرارکوونکي او له شاهدانو سره به د قونسل لخوا مخامخ مصاحبه ترسره کیږي. د معمول سره سم د دې مصاحبې په پای کې وکالت خط یا د وراثت حصر فورمه صادریږي. په ځینې مواردو کښې د وکالت خط له غوښتونکو څخه هیله کیږي ترڅو په بله ټاکلې ورځ بیا سفارت ته تشریف راوړي او اړوند وکالت خط او یا د وراثت حصر فورمه لاسته راوړي. که مراجعین وغواړي، په هغه صورت کښې چې د دوی بیرته راتګ ته ضرورت نه وي، سفارت کولای شي د دوی وکالت خط یا د وراثت حصر فورمه او نور سندونه د پستې له لارې ورته واستوي، چې په هغه صورت کې بیا باید د راجسترشوي پست لګښت، د ټاکل شوي نورم سره سم، سفارت ته تحویل کړي. البته مراجعین کولای شي د راجسترشوي پست د بیعې پرځای، یو راجسترشوی پستي پاکټ چې خپل نوم او بشپړه پته/آدرس یې پرې لیکل شوی وي، سفارت ته وسپاري.

 د وکالتنامی او حصر وراثت لپاره لازم اسناد او ضروریات 

  • د وکالتنامی غوښتونکی باید لاندی ا سناد او ضروریات وړاندی کړی: ـ
    • د وکالت خط غوښتونکی باید لاندني سندونه له ځان سره ولري
    د وکالت خط فورمه چی دواړه ورقې یې باید په بشپړه توګه ډکې او لاسلیک شي.
    دوه بالغ افغان الاصل نارینه د شاهدانو په توګه، هر شاهد باید له ځان سره دوه قطعې عکسونه او خپل د هویت سند او اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره لازم سندونه له ځانه سره ولري.
     وکیل – هغه شخص چی وکالت خط یې په نوم صادریږی. چیرته چې خپله وکیل حاضر نه وي، د هویت د تثبیت اسناد یې او هم د وکیل کیدو په هکله یې کتبي موافقه باید راوړل شي.
     که وکالت خط د مځکې یا جایداد په اړه وي، د نوموړې مځکې یا جایداد اربعه حدود او نور اړین تفصیلات باید وړاندې شي. .
    د پورتنیو اسنادو څخه سربیره،
    • د وکالت خط غوښتونکي باید لاندني اړین اسناد سندونه وړاندې کړي:
     دوه قطعې( 1 په 1 انچ) نوي عکسونه چې یو بل ته سره ورته وي او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه په واضح ډول ولیدل شي.
     د هویت د تثبیت لپاره د په اصلي بڼه، د یو معتبر سند وړاندې کول.
    • په کاناډا کې د استوګنې/اقامت حقوقي سند ، لکه د لندد سند، د تلپاتې/دائمي استوګنې/اقامت کارت او د تابعیت تذکره.
     د اوسنۍ پتې د تثبیت کره/موثق اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نور.

    نوت: دوکالتنامی او حصر وراثت غوښتونکی کولای شی چی خپل غوښتون لیکونه دپوستی له لاری راولیژی 

د وکالتنامی او حصر وراثت محصول او پوستی مصارف



غوښتنه 

  •   وکالتنامی
  •  د حصر وراثت فورمه
  •  د راجستری پوستی مصرف

محصول – د اداری او بانکی مصرف په شمول    

  • ـ 126 امریکایی ډالره
  • ـ 126 امریکایی ډالره
  • ـ 126 امریکایی ډالره

د وکالت خط محصول د نورو ټولو قونسلي لګښتونو په څیر یوازې په امریکایي ډالرو د افغانستان د سفارت بانکي حساب ته تحویلیږي. نقدې پیسې، شخصي چک د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي.    

د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

 فورمه وکالتنامه  

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه