د جرمي مسئوولیت د نه لرلو سند
د جرمی مسوولیت د نلرو د تصدیق لپاره لازم اسناد او نور ضروریات
-
• د جرمی مسئوولیت د نه لرلو د سند غوښتنلیک (فورمه) باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شي.په کاناډا کې د استوګنې/اقامت حقوقي سندونه، لکه د لندد سند، د تلپاتې(دائمي) استوګنې کارت او د تابعیت سند (تذکره) د هغه سند یوه کاپي چې د غوښتونکي اړیکه له هغه چا سره چی سند یې په اړه غوښتل کیږي، وښايي، د مثال په توګه نکاح خط، او داسې نور.• د هغه شخص چی د جرمي مسئوولیت د نه لرلو د سند غوښتنه یې کیږي، د تابعیت د تذکرې یوه روښانه کاپي.د غوښتونکي د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره/موثق اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نور.• د جرمي مسئوولیت د نه لرلو د سند محصول چې باید د ټاکل شوي نورم سره سم تحویل شي.• که خپله شخص مراجعه کوي یو قطعه عکس او که د بل چا لپاره مراجعه کوي د هغه شخص یوه قطعه عکس.
:د جرمی مسوولیت د نلرو د سند محصول او پوستی مصارف
*ټول محصول په امریکایی ډالرو اخستل کیږی
غوښتنه
- د جرمی مسوولیت د نلرو سند
- عاجل خدمات
- د راجستری پوستی مصرف
محصول
- ـ 55 امریکایی ډالره
- ـ 23 امریکایی ډالره
- ـ 16 امریکایی ډالره
د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟
که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ