د حصر وراثت وثیقه

مهرباني وکړئ د وراثت د حصر په هکله لاندې معلومات او لارښوونې په دقت سره ولولئ:  

  • • د ملاقات وخت: د وراثت د حصر د وثیقې غوښتونکی باید مخکې له دې چې سفارت ته مراجعه وکړي د ملاقات وخت ولري چې په آنلاین ډول اخیستل کیږي. سفارت هغه مراجعینو ته خدمتونه نشي وړاندې کولای چې د ملاقات وخت و نه لري، د ملاقات د و خت د ټاکنې لپاره دې پاڼې ته مراجعه وکړئ.  
    • وارث یا وارثان، دوه تنه شاهدان او دری تنه اقرار کوونکي ټول په ټاکل شوي وخت باید اوتاوا کې د افغانستان سفارت ته راشي او د سفارت قونسلي څانګې ته د وراثت د حصر د وثیقې فورمه او نور اړین سندونه وړاندې کړي.   
    • ج) د غوښتنې فورم: د وراثت د حصر د وثیقې غوښتوونکی باید اړونده فورمه، چې په دې پاڼه کې قرار لري، تر لاسه او په ډیر دقت سره فورمه په پښتو/دري ژبه ډکه او د اړتیا وړ معلومات پکښې ولیکي.   
    • د). شاهدان، اقرار کوونکي او اړین اسناد: مهرباني وکړئ لاندې معلومات په دقت سره ولولئ او باید د اړینو اشخاص او اسناد په ټاکلي وخت سره د افغانستان د سفارت په قونسلي څانګه کې حاضر وي.   
    • الف - د حصر وراثت د وثیقی ترتیب:   
    لمړۍ- وارث یا وارثان: له وارثانو څخه لږ تر لږه یو تن باید د وراثت دحصر د وثیقې د جوړولو پر مهال په سفارت کې د لاندې اسنادو سره حضور ولري.   
     وارث یا وارثان باید د وراثت دحصر د سند د جوړولو په وخت کې د وفات شوي شخص (مور یا پلار) مړینې/فوتي سند له ځان سره ولري، د مړینې/فوتي سند څخه پرته د وراثت د حصر وثیقه نه جوړیږي.      
     د پاسپورټ یوه کاپي (افغاني یا کاناډایي) یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د لایسنس یوه کاپي د دوه قطعو عکسونو سره چې اندازه یې ۴ * ۴.۵ سانتی وي او تازه اخیستل شوي وي له ځان سره ولري.     
     دوه قطعه عکسونه د متقاضی د (موکل) چې تازه اخیستل شوي وي د ۳ په ۴ اندازې سره. 
    • دوهم - اقرار کوونکي: دری تنه اقرار کوونکي (چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه پورته وي) او د وارثانو د کورنۍ سره بشپړه پېژندګلوي ولري، د پاسپورټ، یا د تذکرې او یا هم د موټر چلولو د لایسنس د کاپي او دوه قطعې عکسونو سره ( ۴ * ۴.۵ اندازه) د سفارت قونسلي څانګې ته راشي.  
     دریم - شاهدان: دوه تنه شاهدان چې کیدای شي دوه تنه نارینه او یا څلور تنه ښځینه وي (چې عمرونه یې له ۱۸ کلونو څخه پورته وي) د خپلو (افغاني یا کاناډایي) پاسپورټونو د کاپي یا د تذکرې کاپي او یا هم د موټر چلولو د لایسنس کاپي او 
    دوه دوه قطعې عکسونو سره (۴ * ۴.۵ اندازه) چې تازه اخیستل شوي وي د سفارت قونسلي څانګې ته تشریف راوړي.   
    • محصول: د وراثت د حصر محصول د نورو ټولو قنسولي لګښتونو په څیر یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویلیږي. نقدې پیسې، شخصي چک د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي.    
    • )د وراثت د حصر د سند ترتیبولو لپاره لږ تر لږه د شپږو کسانو شتون اړین دی ( لږ تر لږه یو تن وارث + دوه تنه شاهدان + درې تنه اقرار کوونکي) . 
    • مهرباني وکړئ سفارت ته د راتګ پر مهال د پورته یاد شویو اړینو سندونو کاپي او عکسونه له ځان سره ولرئ. محترمو مراجعینو ته په سفارت کې د سندونو د کاپي او چاپ آسانتیاوې شتون نه لري.   

د حصر وراثت د درخواستئ فورمه

دریافت فورمه

د ملاقات وخت اخیستل 

دریافت وقت