د مجردۍ د وثیقی تصدیق

په اوتاوا کښی د افغانستان د اسلامی جمهوریت لوی سفارت ته ښه راغلاست.

د غوښتنې عمومی شرطونه
په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په کاناډا کې د میشتو هیوادوالو غوښتنې د هغو اسنادو د تصدیقولو لپاره مني چې په افغانستان کې د رسمي او کره مراجعو لخوا صادر شوي وي. او یا د کاناډا د رسمي مراجعو لخوا صادر شوي وي.
تاسو کولای شی خپلې غوښتنې د پستې له لارې او یا هم د سفارت قونسلي څانګې ته د شخصي مراجعې له لارې وړاندې کړي. هغه سند چې تصدیق یې غوښتل شوی وي باید په اصلي بڼه کې له ځانه سره ولرئ

د سندنونو د تصدیق لپاره اړین ګامونه

  •  د سندونو د تصدیق غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شي.
  • مربوطه سند په اصلي بڼه کې وي.
  •  په کاناډا کې د استوګنې حقوقي سند، لکه د لندد سند، د تلپاتې (دائمي) استوګنې کارت او د تابعیت سند.
  •  د غوښتونکي د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره (موثق) اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نور.
  • د تصدیق محصول چی باید د ټاکل شوي نورم سره سم تحویل شي.
  •  دوه قطعې عکسونه، عکسونه باید په معیاری اندازه(۲ په ۲ انچ) کې وي، نوي او سره ورته (مشابه) وي او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شي.

 د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پستی لګښتونه

 د سند ډول

  •  د مجردۍ د وثیقې تصدی
  •  بیړني خدمتونه
  •  د راجسترشوي پست لګښتونه

 محصول

  •  ۵۵ امریکایي ډالر
  • ۲۳ امریکایي ډالر
  • ۱۶امریکایي ډالره

• د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه یوازې په امریکایي ډالرو اخیستل کیږی، نور اسعار د منلو ندي.
• د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه باید یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویل شي. نقدې پیسې، شخصي چک او د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي.
• د پاسپورت محصول باید یوازې دسفارت په بانکي حساب، او د پستې لګښتونه یې باید د سفارت په پستي بانکي حساب کې تحویل او تعرفه یې د بانک له مهر او له نورو اسنادو سره یوځای قونسلي څانگې ته وسپارل شي .
• د تصدیق د محصول د تحویلۍ سند باید له غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاوسپارل شي

 د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

ډاونلوډ فارم

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه