د زېږېدنې سند 


په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په دې مورد کې دوه ډوله خدمتونه وړاندې کوي:
لومړی: د زېږېدنې د سند تائید (اصلي سند یا د هغه ژباړه)،
 دویم: د زېږېدنې د سند صادرول،
 د زېږېدنې د سند تائیدول
لاندې سندونه د دغه سفارت له خوا تائیدیږي
• الف) هغه اشخاص چې په افغانستان کې زېږېدلي وي
 د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ژباړه، کوم چې د افغانستان د روغتونونو یا د نفوسو د احوال د ثبت د مرکزي ادارې لخوا صادر شوي وي او د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو د ریاست له خوا تصدیق شوي وي، د دغه سفارت له خوا په وړیا ډول تائیديږي.

• ب) هغه اشخاص چې له افغانستان څخه بهر زېږېدلي وي
دغه سفارت لاندني سندونه تائیدوي
 - د زېږېدنې د سند اصل یا ژباړه چې د افغانستان څخه بهر ( د کوربه هیواد له خوا) ترتیب او صادر شوی وي او د کوربه هیواد د بهرنیو چارو وزارت او یا اړوندې ادارې له خوا تائید شوی وي. محصول یې 55 آمریکايي ډالره کېږي.
- د زېږېدنې د سند اصل یا ترجمه چې د دریم هیواد لخوا ترتیب او صادر شوی وي او په کوربه هیواد کې د دریم هیواد د سیاسي او قونسلي نمایند ګۍ له خوا تائید شوی وي. محصول یې 55 آمریکايي ډالره کیږي.
- د زېږېدنې د سند اصل یا ژباړه چې د دریم هیواد په واسطه ترتیب او صادر شوی وي او د افغانستان د سیاسي او قونسلي نماینده ګۍ له خوا څخه تایید شوی وي، محصول یې 55 آمریکایی ډالره کیږي.

د زېږېدنې د سند د تائیدي په اړه لاندې معلومات او ټکي په پام کې ونیول شي:
• الف) د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته دا خدمات د پُستې له لارې تر سره کیدای شي.

• ب) سفارت ته راتګ: مراجعه کونکی اړ نه دی چې په اوتاوا کې د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي. ټول اړین سندونه د پُست په واسطه سفارت ته لیږدولای شي. په رالیږل شوي بسته یا غوټه کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ سفارت ته راولېږي.

• ج) اړین اسناد : ټول غوښتونکي (متقاضیان) باید لاندې اسناد د پُستې په واسطه سفارت ته راولیږي.
• غوښتنلیک: غوښتونکی (متقاضي) باید یو غوښتنلیک ولیکي او سفارت ته د خپل اړتیا وړ خدمتونه روښانه کړي. د مثال په ډول، د زېږېدنې د سند ترتیب او صدور، د اصل یا د ژباړې تائیدول او یا هم دواړه، د دې سربېره، د متقاضي شهرت، د استوګنځي پته او د اړیکې شمېره په غوښتنلیک کې ولیکل شي.
- د زېږېدنې د سند اصل یا د هغه ژباړه .
- د زېږېدنې د سند کاپي یا د هغه د ژباړې کاپي .
- د استوګنځي د پتې تثبیت : درخواست کوونکی باید د خپل اوسني استوګنځي د پتې لپاره سفارت ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د کاناډا د موټر چلولو لایسنس ، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي .
- خالي ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ : غوښتونکی باید یو خالي د ایکسپریس یا راجسټر شوی پُستي پاکټ د نورو اسنادو سره یو ځای سفارت ته راواستوي. سفارت به له دې پاکټ نه په ګټې اخیستنې سره، ورورسته له دې چې اسناد صادر یا ترتیب شي، د غوښتونکي په پته د پُست له لارې واستوي. غوښتونکی (متقاضي) باید د دې پاکټ د تعقیب شمیره (ټرکېنګ نمبر) له ځان سره ولیکي تر څو د سفارت څخه تر خپل کور پورې خپل سندونه تعقیب کړای شي.

• د) محصول: سفارت د یو تصدیق یا صادرولو په مقابل کې 55 امریکايي ډالره محصول اخلي، په استثنا د یوه مورد چې پورته ورڅخه یادونه وشوه.
• ر) پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې ډول دي :
- وروسته له دې چې سفارت پُستي غوټه (پاکټ) لاس ته راوړي، که چیرته په اسنادو کې ستونزې نه وي، نو د دری نه تر پنځو کاري ورځو پورې ورباندې کار پیل کیږي.
- د مراحلو د بشپړیدو او تائید څخه وروسته، دا سندونه د هغه خالي ایکسپریس یا راجسټر شوي پُستي پاکټ په واسطه چې درخواست کوونکي له وړاندې سفارت ته رالېږلی وو، د درخواست کوونکي (غوښتونکي) په پته (کانادا کې د ننه) لېږل کیږي .


د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

فورمه

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه