ویزه

د ویزې د ترلاسه کولو په هکله معلومات
په لاندنیو پاڼو کې، د افغانستان د ویزې د اخیستلو په هکله معلومات، د اړینو اسنادو او نورو اړتیاوو د تفصیل په ګډون په مفصل ډول تشریح شوي. له ټولو محترمو مراجعینو څخه هیله کیږي چی د اړونده فورمونو له ډکولو مخکې، نوموړي معلومات په دقیق ډول ولولي.


په اوتاوا کښې د افغانستان سفارت هغو کسانو ته چی د کاناډا په هیواد کې استوګن وي، او یا د ویزې د غوښتنې په وخت کې په دغه هېواد کې موجود وي، ویزه ورکول کیږي. د کاناډا په تورنتو او ونکوور ښارونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت دواړه جنر ال قونسلۍ هم د ویزی غوښتنلیکونه مني.

د ویزې غوښتونکي کولای شي خپل غوښتنلیک د پست له لارې راولیږې او یا هم په اوتاوا کې د افغانستان سفارت قونسلي څانګې ته مراجعه وکړي.
پستی غوښتنلیکونه باید د راجسترشوي پست له لارې، سفارت ته په لاندینۍ پته راواستول شي.

Embassy of Afghanistan in Ottawa (Consular Section)
240 Argyle Avenue
Ottawa, ON K2P 1B9

سفارت د هغو غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجستر شوي پست له لارې رالېږل شوي وي.
د ویزې هغه غوښتونکي چی غواړي د ویزې د ترلاسه کولو لپاره شخصاً سفارت ته مراجعه وکړي، کولای شي د کاري وختونو په موده کې د سفارت قونسلي څانګې ته مراجعه وکړي. د سفارت قونسلي څانګه د لاندنیو وختونو په موده کې پرانستې ده.

له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱۲) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې.

د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.

د ویزې د محترمو غوښتونکو څخه هیله کيږي، چې د ویزې د ترلاسه کولو مخکې د سفر تیاری ونه نیسي، د ویزې د ځنډیدلو او په سفرکې د ستونزو د پېښیدلو په صورت کې د افغانستان د اسلامی جمهوریت سفارت هیڅ ډول مسؤلیت نه لري. هغه کسان، چې دګرځندوی (سیاحت) ویزې غوښتنه کوي، دوی باید له یو سیاحتي شرکت څخه چې په افغانستان کې فعالیت کوي او راجستر وي، یوبلنلیک د سفارت قونسلي څانګې ته وړاندې کړي، نوموړي بلنلیک د ویزې د ترلاسه کولو په بهیر کې مرسته کوي. دغه راز، د ویزې غوښتونکی باید یو لیک د قونسلي څانګې ته په خپل لاسلیک راواستوي او په هغه کې تصدیق وکړي، چې په هغه موده کې، چې نوموړی او یا د نوموړي د کورنۍ غړي په افغانستان کې اوسیږي، امنیتي مسؤلیت يې پر خپله غاړه دی.

د ویزې د ترلاسه کولو لپاره اړینه موده:
د ویزې غوښتنلیکونه د نوبت په بنسټ اجرآ کیږي. هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړي او یا اړین اسناد له ځان سره ونلري، د منلو او اجرا وړ ندي.
وروسته لدې چی بشپړ غوښتنلیکونه د ټولو اړینو اسنادو سره یو ځای د قونسلي څانګې ته ورسیږی، ویزه د یوې اونۍ په ترڅ کې صادریږي. د ګړندۍ غوښتنې په صورت کی، د 100 امریکایي ډالرو په ارزښت اضافي محصول اخیستل کیږي او ویزه د 24 ساعتونو په ترڅ کې صادریږي. ـ

د ویزې ډولونه:
د شته مقرراتو پر بنسټ، دغه سفارت په تورانتو او ونکوور کښې د افغانستان دواړه جنرال قونسلۍ د معمول سره سم یوازې د یو ځل مسافرت یوه میاشتنۍ ویزه صادروي. د دوه او یا څو ځله مسافرت ویزې چی د دری یا شپږو میاشتو موده لري، یوازې د دیپلوماتیک (سیاسي) او خدمت پاسپورټونو لرونکو ته او یا د کوربه هیواد (کاناډا) د مسلح ځواکونو او دولتي منسوبینو ته صادریږي. نور هغه کسان چی سیاسي یا خدمت پاسپورټونه نلري او د نوموړو ویزو غوښتنه کوي، یوازې په هغه صورت کې مطلوبه ويزه ترلاسه کولای شي چې د رسمي چارو لپاره سفر کوي او قانع کوونکي دلایل وړاندې کړي،
د ویزی بیلابیلې کتګورۍ هر یو بیل محصول (فیس) لري چی لاندني اړوند جدول کښې تشریح شوي دي. ـ
هغه کسان چی غواړي په افغانستان کې کار وکړي او د اوږدې مودې لپاره په هیواد کښې پاتې شې، کولای شي له مونږ څخه د یو ځل مسافرت ویزه ترلاسه او بیا وروسته د خپلې ویزی د تمدید لپاره په کابل کی د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو ریاست ته مراجعه وکړي.
ـ

 د ویزی د غوښتنی لپاره لازم اسناد او نور ضروریات 

  • د ویزی غوښتونکی، که د پوستی له لاری غوښتنه کوی او یا خپله سفارت ته مراجعه کوی، باید لاندینی اسناد او ضروریات سفارت ته وسپاری: ـ
  •  د ویزی فورمه باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شی –
  •  غوښتونکی باید خپل پاسپورټ له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندی کړی (پاسپورټ باید د مطلوبی ویزی د ختمیدو له نیټی څخه حد اقل دری میاشتی نور اعتبار ولر –
  • (دوه قطعی عکسونه چی د پاسپورټ په معیاری اندازه اخیستل شوی وی(۲ په ۲ انچ) او د فورمی په وروستی صفحه کی ونښلول شی (دواړه عکسونه باید نوی او سره ورته وی او له مخامخ نه اخیستل شوی وی ترڅو د شخص دواړه غوږونه پکښی د لیدلو شی –
  • د غوښتونکی د اوسنی پتی د تثبیتولو لپاره باید لازم اسناد، د مثال په توګه د موټر چلولو لایسنس، د بریښنا بل، د ښاروالی اسناد او داسی نور چی د غوښتونکی نوم او پته پری لیکلی وی، وسپارل شی –
  •  که سفر په کاری یا رسمی موخه سرته رسیږی، باید د سفر د موخی د تثبیتولو لپاره د اړونده مرجع څخه لازم سند یا اسناد وړاندی شی –
  • د ویزی محصول (د ویزی د محصول جدول ته لاندی مراجعه وکړی) چی یوازی د منی آردر او یا بانکی تصدیق شوی چک له لاری چی په اوتاوا کښی د افغانستان سفارت٬ په نوم صادر شوی وی، د منولو وړ ده –

د عکسونو اړتیاوې

  • In color WITH A WHITE BACKGROUND
  • Printed on matte or glossy photo-quality paper
  • Sized such that the head is between 1 inch and 1 3/8 inches (between 25 and 35 mm) from the bottom of the chin to the top of the head
  • Because the photo background is white, avoid white clothing and white scarves
  • Taken within the last 6 months to reflect your current appearance
  • Taken in full-face view directly facing the camera
  • With a neutral facial expression and both eyes open

 دویزی دصدور محصول

  •   د ویزی ډولونه    

  •  د یوه ځل مسافرت ویزه – یوه میاشتنی
  • د سیاحت ویزه
  •  د کار د ویزی لپاره د ورود جواز لیک
  •  د سیاسی یا خدمت پاسپورټونو لرونکو لپاره ویزه
  •  د دولت رسمی کارکوونکو لپاره ویزه چی سیاسی یا د خدمت پاسپورټونه نلری خو په رسمی موخه سفر کوی
  •  په افغانستان کښی زیږیدو کسانو لپاره ویزه چی په غیر افغانی پاسپورټونو سفر کوی
  •  د ملګرو ملتونو د سازمان، سره صلیب او نورو ځانګړو بین الحکومتی بنسټونو د کارکوونکو لپاره ویزه
  •  په ګړندی توګه (د 24 ساعتونو په ترڅ کښی) د ویزی د اخیستلو لپاره اضافی محصول
  • پستی مصرف (سفارت نه ـ د غوښتونکو تر پتی)ـ
  •   ( محصول د بانکی او اداری مصرف په شمول )

  •  ـ 120 امریکایی ډالر ه
  • ـ 95 امریکایی ډالر ه
  •  ـ 120 امریکایی ډالر ه
  •  وړیا توګه
  •  وړیا توګه

  •  ( د دولتونو تر منڅ د بالمثلی رویی د اصل په نظر کښی نیولو سره ا) ـ 
  •  په وړیا توګه
  •  په وړیا توګه

  •  ـ 16امریکایی ډالره

  •  ـ 16امریکایی ډالره

 د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه 

  •  د ویزی محصول او نور ټول قنسولی مصارف یوازی په امریکایی ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو وړ ندی –
  •  د ویزی محصول او نور ټول قنسولی مصارف په اوتاوا کښی د افغانستان د سفارت د بانکی حساب له لاری اخیستل کیږی، نقدی پیسی، شخصی چک د بانک له لاری د پیسو لیږدول د منلو وړ ندی –
  •  قونسلی څانګی مصارف باید د سفارت بانکی حساب ته او د پوستی مصارف د سفارت د پوستی حساب ته وسپارل شی –
  •  د ویزی محصول باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاری –

د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

د ویزی فورمه

 ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

 اوس یې پلان کړه

د ویزې برخې سره اړیکه

This email address is being protected from spambots. You need JavaScript enabled to view it.