د تابعیت د تذکرې تائیدي

په کاناډا کې د افغانستان سفارت د تابعیت د تذکرو د تائید مرجع نه ده. دغه سفارت د تذکرې د تائید پروسه د نفوسو د احوال د ثبت له مرکزي ادارې سره تعقیبوي، او درخواست کوونکی د نوموړي ادارې د څیړنو څخه خبروي هغه افغانان چې غواړي د دوی د تذکرو د تائید پروسه پیل شي، لاندې اسناد دې د پُست په واسطه سفارت ته راواستوي. 

د تابعیت د تذکرې د تائید غوښتونکې دې لاندې ټکي په پام کې ونیسي

  • د ملاقات وخت: د ملاقات وخت اخیستلو ته اړتیا نشته، دا خدمتونه د پُست په واسطه تر سره کیدای شي.  
    سفارت ته راتګ: غوښتونکی اړ نه دی چې په اوتاوا کې د افغانستان سفارت ته مراجعه وکړي. ټول اړین سندونه دې د پُست له لارې سفارت ته راولیږي. په رالیږل شوي پسته یا غوټه (پاکټ) کې باید یو ایکسپریس یا راجسټر شوی خالي پاکټ هم راواستوي.
    اړین سندونه: ټول غوښتونکي باید لاندې سندونه د پُستې له لارې سفارت ته راولیږي.
    الف) د هویت د تثبیت فورمه: غوښتونکی باید د هویت د تثبیت فورمه په سمه توګه ډکه کړي او په یوولسم ستون کې د تذکرې د تائید برخه په نښه کړي. د یادولو وړ ده چې غوښتونک (متقاضي) اړتیا نه لري چې په کابل کې استازی معرفي کړي. د هویت د تثبیت فورمه کولای شئ د همدې وېبپاڼې څخه تر لاسه کړئ.
    ب) د تابعیت د تذکرې کاپي: غوښتونکی باید د خپلې تذکرې کاپي (اصلي ته اړتیا نشته) په پُستي بسته یا غوټه (پاکټ) کې سفارت ته راولیږي.
    ج) عکس، لاسلیک/د ګوتې نښه : غوښتونکی (متقاضي) باید یو قطعه عکس د سپین شالید سره د فورمې په ټاکل شوي برخه کې ونښلوي. همدارنګه، در خواست کوونکی (متقاضي) باید د فورمې په ځانګړې برخه کې لاسلیک و کړي او یا هم ګوته ولګوي.
    د) د استوګنې د آدرس تثبیت: درخواست کوونکی (غوښتونکی) باید د خپل اوسني هستوګنځي د پتې لپاره سفارت ته یو سند وړاندې کړي چې کیدای شي د موټر چلولو د جواز، د بانکي سټیټمنټ یا د برق/ګاز د بل کاپي وي.
    محصول: د تابعیت د تذکرې د تائیدي محصول 55 امریکایي ډالره کیږي. که چیرته د تذکرې د تائیدۍ څخه پرته د نورو خدمتونو غوښتنه شوي وي، محصول يې باید ورکړل شي. د مختلفو خدمتونو د محصول بیه د سفارت په ویب پاڼه کې وجود لري.
    د یادولو وړ ده چې سفارت په هیڅ صورت سره نغدې پیسې نه مني او د ټولو غوښتونکو (درخواست کوونکو) څخه غوښتنه کیږي چې د پُستې په واسطه دې نغدې پیسې نه رالیږي.
    پروسه: د پروسې توضیحات په لاندې توګه دي:
    الف). وروسته له دې څخه چې پُستي غوټه (پاکټ) سفارت ته ورسیږي، که چیرې اسنادو کې نیمګړتیاوې نه وي، د دوو کاري ورځو په ترڅ کې پروسه پیل کیږي. د اسنادو الکترونیکي کاپي (سکَن) د یوه لیک سره د سفارت له لوري د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي ادارې ته د ایمیل په واسطه استول کیږي. د بهرنیو چارو وزارت قونسلي ریاست هم په دې ایمیل کې کاپي وي. د نفوسو د احوال د ثبت په مرکزي اداره کې د کاناډا په نوم یو دِیسک شتون لري چې همدا چارې پر مخ بیایي. دا پروسه د نفوسو د احوال د ثبت په مرکزي اداره کې له دوه څخه تر دری اونیو وخت نیسي. د یادولو وړ ده چې دغه سفارت د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي ادارې په چارو باندې هیڅ ډول نفوذ نه لري.
    ب . د پروسې د بشپړیدو وروسته، د نفوسو د احوال د ثبت مرکزي اداره د یو رسمي لیک په واسطه دغه سفارت ته د تائیدۍ یا نه تاییدۍ څخه د ایمیل په واسطه خبر ورکوي.
    ج). سفارت د دوو کاري ورځو په موده کې، د هغه ایکسپرس یا راجسټر شوي پاکټ نه په ګټې اخیستنې سره چې د درخواست کوونکي له خوا د غوښتنلیک سره یو ځای رالیږل شوی وي، د نفوسو د احوال د ثبت د مرکزي ادارې لیک د در خواست کوونکي په پته استوي. که چیرته غوښتونکی (درخواست کوونکي) د نورو خدمتونو غوښتنه هم کړې وي او اړین سندونه ورسره وي، سفارت د هغو خدماتو د ترسره کولو څخه وروسته ټول سندونه د درخواست کوونکي ته استوي.