د غوښتنې عمومي شرطونه

• په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په کاناډا کښی د میشتو هیوادوالو غوښتنې د هغو اسنادو د تصدیقولو لپاره مني چې په افغانستان کې د رسمي او کره/ثقه ادارو لخوا صادر شوي وي او یا د کاناډا د رسمي ادارو لخوا صادر شوي وي.
• تاسو کولای شی خپلې غوښتنې د پست له لارې او یا هم د سفارت قونسلي څانګې ته د شخصي مراجعې له لارې، وړاندی کړئ. هغه سند چې تصدیق یې غوښتل شوی وي باید په اصلي بڼه کې له ځانه سره ولرئ

د سندونو د تصدیق لپاره اړین ګامونه

  • د سندونو د تصدیق لپاره اړین ګامونه
    • د سندونو د تصدیق غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شوې وي.
    • اړوند سند په اصلې بڼه کې وی.
    • په کاناډا کې د اقامت حقوقي سند ، لکه د لندد سند، د تلپاتې استوګنې کارت او د تابعیت تذکره.
    • د غوښتونکي د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نور .
    • د تصدیق محصول چې باید د ټاکل شوي نورم سره سم ورکړل شي.
    • دوه قطعې عکسونه، عکسونه باید په معیاري اندازه(۲ په ۲ انچ) کې وي، نوي او سره ورته (مشابه) وی، او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شي.
    د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه
     د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه یوازې په امریکایي ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو ندی .
    د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه باید یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویل شي. نقدې پیسې، شخصي چک او د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي .
    د تصدیق د محصول رسید باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای د قونسلي څانګې ته وسپارل شي.
    د سفارت پته او کاري وختونه
    د سفارت د قونسلي څانګه د لاندنیو وختونو په موده کې پرانیستې ده

    له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱۲) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې.

    د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.

    پستي غوښتنلیکونه باید د راجسترشوي پست له لارې د سفارت په پته چې په لاندې ډول ده، راواستول شي: ـ

    Consular Section
    Embassy of Afghanistan, Ottawa
    240 Argyle Avenue
    Ottawa , ON K2P 1B9

    که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کې وګوری، دا لینک کلیک کړئ.

    سفارت د هغو غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجستر شوي پست له لارې رالېږل شوي وي،
    ټول غوښتنلیکونه د نوبت په بنسټ لیدل او اجرآ کیږي. هغه غوښتنلیکونه چې معلومات یې نیمګړي او یا اړین اسناد له ځان سره ونلري، د اجرآ وړ ندي.
    ټول هغه اصلي سندونه چې له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندې کیږي، د اجراآتو د مراحلو له بشپړیدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته متقاضي ته سپارل کیږي

د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پوستی مصارف

د سند ډول

  • ۵۵ امریکایي ډالر د جواز السیر تصدیق

  • ۲۳ امریکایي ډالر بیړني خدمتونه

  • ۱۶امریکایي ډالره د راجسترشوي پست لګښتونه

د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

 فورمه

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه