دناروغتیا د اسنادو تصدیق

د غوښتنې عمومي شرطونه

په اوتاوا کې د افغانستان سفارت په کاناډا کښی د میشتو هیوادوالو غوښتنې د هغو اسنادو د تصدیقولو لپاره مني چې په افغانستان کې د رسمي او کره/ثقه ادارو لخوا صادر شوي وي او یا د کاناډا د رسمي ادارو لخوا صادر شوي وي.
تاسو کولای شی خپلې غوښتنې د پست له لارې او یا هم د سفارت قونسلي څانګې ته د شخصي مراجعې له لارې، وړاندی کړئ. هغه سند چې تصدیق یې غوښتل شوی وي باید په اصلي بڼه کې له ځانه سره ولرئ.

 د سندونو د تصدیق لپاره اړین ګامونه

  •  د سندونو د تصدیق غوښتلیک (فورمه) چی باید په بشپړه توګه ډکه او لاسلیک شوې وي.
  •  اړوند سند په اصلې بڼه کې وی.
  •  په کاناډا کې د اقامت حقوقي سند ، لکه د لندد سند، د تلپاتې استوګنې کارت او د تابعیت تذکره.
  •  د غوښتونکي د اوسنۍ پتې د تثبیت لپاره کره اسناد، لکه د موټر چلولو لایسنس، د برق بل، او داسې نور .
  • د تصدیق محصول چې باید د ټاکل شوي نورم سره سم ورکړل شي.
  •   دوه قطعې عکسونه، عکسونه باید په معیاري اندازه(۲ په ۲ انچ) کې وي، نوي او سره ورته (مشابه) وی، او له مخامخ زاویې څخه اخیستل شوي وي تر څو د شخص دواړه غوږونه ولیدل شي.

 د اسنادو د تصدیق لپاره محصول او پوستی مصارف

 د سند ډول

  •  د ناروغتیا د سند تصدیق
  •  امریکایي ډالره د راجستر شوی پست لګښت

 محصول

. د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه یوازې په امریکایي ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو ندی .
د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه باید یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویل شي. نقدې پیسې، شخصي چک او د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي .
د تصدیق د محصول رسید باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای د قونسلي څانګې ته وسپارل شي
.
د سفارت پته او کاري وختونه
د سفارت د قونسلي څانګه د لاندنیو وختونو په موده کې پرانیستې ده
له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱۲) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې.
د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.
پستي غوښتنلیکونه باید د راجسترشوي پست له لارې د سفارت په پته چې په لاندې ډول ده، راواستول شي 

Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa , ON K2P 1B9

سفارت د هغو غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجستر شوي پست له لارې رالېږل شوي وي،
ټول غوښتنلیکونه د نوبت په بنسټ لیدل او اجرآ کیږي. هغه غوښتنلیکونه چې معلومات یې نیمګړي او یا اړین اسناد له ځان سره ونلري، د اجرآ وړ ندي.
ټول هغه اصلي سندونه چې له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندې کیږي، د اجراآتو د مراحلو له بشپړیدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته متقاضي ته سپارل کیږي.

د غوښتنلیک لپاره چمتو اوسئ؟

که پورتنی معلومات مو لوستلی وی او اوس د غوښتنلیک ډکولو ته تیاریاست، کولای شی اړوندی فورمی له لاندی رابطو څخه لاس ته راوړی: ـ

ډاونلوډ فارم

ډاونلوډ

د لیدنې لپاره وقت نیول

اوس یې پلان کړه