افغانستان ته د تللو اجازه نامه

د غوښتنی عمومی شرایط
د افغانستان لوی سفارت په کاناډا کښی د میشتو هیوادوالو غوښتنی د اجازه نامی لپاره منی.
تاسو کولای شی خپلی غوښتنی د پوستی له لاری او یا هم د سفارت قونسلی څانګی ته د شخصی مراجعی له طریقه، وړاندی کړی. هغه سند چی تصدیق یی غوښتل شوی وی باید په اصلی بڼه کښی له ځانه سره ولری. ـ


 افغانستان ته د تلو لپاره د اجازه نامی شرایط:

  •  دکانادایی پاسپورت کاپی –
  •  -د زیږیدنی سند کاپی ( هغه سند چی د مور او پلار نوم په کښی لیکلی وی) 
  • د پلار تذکره او یا افغانی پاسپورت کاپی 
  •  د مور تذکره او یا افغانی پاسپورت کاپی 
  •  د مسافرت اجاره نامه وریا ورکول کیږی 

 افغانستان ته د تللو د اجازه نامی لپاره محصول او پوستی مصارف

 د سند ډول

  •  افغانستان ته د تللو اجازه نامه
  •  بیړه نی خدمات
  •  د راجستری پوستی مصرف

 محصول

  • وړیا
  • وړیا
  • ـ ۱۶امریکایی ډالره

۱. د اجازه نامی محصول باید یوازی دسفارت په بانکی حساب، او د پستی مصرف یی باید د سفارت په پستی بانکی حساب کی تحویل او تعرفه یی د بانک له مهر او له نورو اسنادو سره یوځای قونسلی څانگی ته وسپارل شی. 
د محصول رسید باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای مونږ ته وسپاری. 
د سفارت پته او کاری اوقات 
د سفارت د قنسولی څانګه د لاندینیو اوقاتو به جریان کی پرانستی ده:  
له دوشنبی تر جمعی د ۱۰ تر ۱۲ بجو پوری او د ماسپښین د ۲ تر ۴ بجو پوری 
د پورتنیو اوقاتو څخه هاخوا لطفا له راتګ څخه ډډه وکړی ځکه چی د نوموړو وختونو څخه پرته او هم د شنبی او یکشنبی په روځو د سفارت قنسولی څانګه د مراجعینو پرمخ تړلی ده. ـ 
پوستی غوښتنلیکونه باید د راجستری پوستی له لاری زمونږ په پته چی په لاندی ډول ده، راولیږل شی: ـ 
Consular Section 
Embassy of Afghanistan, Ottawa 
240 Argyle Avenue 
Ottawa , ON K2P 1B9 
 
دا سفارت د هغه غوښتنلیکونو د ورکیدو مسوولیت په غاړه نه اخلی چی د غیر راجستری پوستی له لاری رالیږل شوی وی. 
ټولی غوښتنی د نوبت په بنسټ لیدل کیږی. هغه غوښتنلیکونه چی معلومات یی نیمګړی وی او یا لازم اسناد له ځان سره ونلری، د منلو وړ ندی. 
ټول هغه اصلی اسناد چی له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندی کیږی، د مراحلو له تیریدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته سپارل کیږی. 
که چیری پوښتنه لری او یا نور معلومات غواړی؟ 
د نورو معلوماتو لپاره، او یا که غواړی چی د خپلی غوښتنی په هکله د سفارت د قنسولی له څانګی سره خبری وکړی، له مونږ سره اړیکه ټینګه کړی.