د محصول د ورکولو لپاره لارښوونه
د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه یوازې په امریکایي ډالرو اخیستل کیږی. نور اسعار د منلو ندی .
د تصدیق محصول او نور ټول قونسلي لګښتونه باید یوازې د سفارت بانکي حساب ته تحویل شي. نقدې پیسې، شخصي چک او د بانک له لارې د پیسو لیږدول د منلو ندي .
د تصدیق د محصول رسید باید له خپل غوښتنلیک سره یو ځای د قونسلي څانګې ته وسپارل شي.
د سفارت پته او کاري وختونه
د سفارت د قونسلي څانګه د لاندنیو وختونو په موده کې پرانیستې ده
له دوشنبې څخه تر جمعې پورې د سهار له لسو (۱۰) بجو د ماسپښین تر یوې (۱۲) بجې پورې او د ماسپښین له دوه (۲) بجو د مازدیګر تر څلور (۴) بجو پورې.
د شنبې او یکشنبې په ورځو سفارت او د قونسلي چارو څانګه رخصت دي.
پستي غوښتنلیکونه باید د راجسترشوي پست له لارې د سفارت په پته چې په لاندې ډول ده، راواستول شي: ـ
Consular Section
Embassy of Afghanistan, Ottawa
240 Argyle Avenue
Ottawa , ON K2P 1B9
که غواړی د سفارت موقعیت به نقشه کې وګوری، دا لینک کلیک کړئ.
سفارت د هغو غوښتنلیکونو د ورکیدو مسئوولیت په غاړه نه اخلي چې د نه راجستر شوي پست له لارې رالېږل شوي وي،
ټول غوښتنلیکونه د نوبت په بنسټ لیدل او اجرآ کیږي. هغه غوښتنلیکونه چې معلومات یې نیمګړي او یا اړین اسناد له ځان سره ونلري، د اجرآ وړ ندي.
ټول هغه اصلي سندونه چې له غوښتنلیک سره یو ځای وړاندې کیږي، د اجراآتو د مراحلو له بشپړیدو وروسته له تصدیق سره یوځای بیرته متقاضي ته سپارل کیږي.